حمد الله محب د کورنۍ جګړې د پېښدو ويلي 

روهي (درې نۍ/۲۹ د تلې)، د ملي امنيت شورا سلاکار حمد الله محب وايي چې د کورنۍ جګړې خطر احساس کېدای شي خو په ورته وخت کې حکومت په ټول توان هڅه کوي چې د داسې يوې جګړې مخه ونېسي. 

حمد الله محب له بي بي سي سره په خبرو کې ويلي دي، "احتمال يې ډير دی خو موږ يې د کمولو لپاره تر خپله وسه هلې ځلې کوو. طالبان کولی شي چې هوښيار سیاست وکړي او په ښه نیت خبرې وکړي. زه نه پوهیږم چې په دوی کې داسې څه شته، که نه؟ "

محب بي بي سي په خبرو کې دا هم ويلي دي چې افغان حکومت طالبانو سره سولې او جګړې دواړو ته تياری لري، "موږ سترګې په لار یو چې طالبان به جوړجاړی ته چمتو وي او په دې اړه به رښتینی دريځ ولري چې د افغانستان په راتلونکي کې به يې رول څه وي. که چیرې دوی په پرلپسې ډول ټینګار کوي چې موږ دې افغانان دوی ته تسلیموو - نو بیا ددې لپاره یو دفاعي پلان لرو چې د خپل هیواد خلک وساتو".

دا څرګندونې په داسې وخت کې کيږي چې د دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د سولې مرکچي پلاوي تر اوسه په دې نه دي توانېدلي چې د بين الافغاني خبرو لپاره کړنلاره سره جوړه او هوکړه کړي.