احمد ضياء مسعود: افغانيت زمونږ ملي هويت نه دی؛ ملي هويت بايد له سره تعریف شي

روهي (جمعه/۲۵ د تلې)، د حامدکرزي د واکمنۍ پر مهال د ولسمشرۍ ماڼۍ لومړی او اوس مهال د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضياء مسعود وايي چې افغانيت يو قومي هويت يا پېژندنه ده او ملي هويت نه شي کېدای. 
 
نوموړي پر خپلې فېسبوک پاڼې د جرمني په هامبورګ ښار کې د احمدشاه مسعود د مړينې د تلين غونډې يوه وېډیو پورته کړې او د ملي په اړه يې په کې څرګندونې کړې دي. 
 
مسعود وايي چې په برېښنايي پېژند پاڼو کې د ملي هويت په ډول د افغان کلمې لېکل قومي ستونزې راپورته کولی شي او افغانیت قومي مخېنه لري نه ملي.
 
نوموړي ويلي دي چې د ګډې جغرافيې، ګډ کلتور، ګډو ارزښتونو، ګډ فرهنګ او ګډ تاريخ په شتون کې ملي هويت رامنځ ته او ملي هويت له سره تعریف شي‌.
 
احمد ضياء مسعود وروسته له هغې قومي مسايلو ته لمن وهل شروع کړل، چې ولسمشر محمداشرف غني دی د نه وړتيا له امله د ښې حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر د ځانګړي استازي له دندې ګوښه کړ.