روهي ( پنځه نۍ/۲۴ د تلې)، د کندهار له دهلې بند څخه د ۱۱۹ کانالونو جوړولو چارې پېل شوې چې ۵۸،۹۲ مېلیونه ډالر پرې لګول کیږي.
دغه بنسټیزه پروژه به ۸۶ زره هکتاره کرنیزې ځمکې ته منظمه اوبه ورسوي چې له جملې یې ۴۶ زره هکتاره نوي کرنیزه ځمکه په کر کیله راوړي، ۱،۲ مېلیونه خلکو ته به یې مستقیمه ګټه ورسیږي او ۱۲۲۱۵ کسانو ته به دایمي کاري فرصونه ایجاد کړي.
د کلیو بیارغونې او پرمختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي ، نن کندهار ته په سفر کې یې رسماً کارونه پیل کړل.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201015_185449_161.sdoc-->
وروستي