عبدالله عبدالله راتلونکې اوونۍ ايران ته ځي 

روهي (پنځ نۍ/۲۴ د تلې)، د مصالحې عالي شورا مشر راروانه اوونۍ ايران ته ځي. مصالحې عالي شورا رسنيو ته ويلي دي، چې عبدالله عبدالله ايران په درې ورځني سفر ځي. 

له نوموړي سره په دې سفر کې د مصالحې عالي شورا غړي، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې استازي او همدا ډول د بهرنيو چارو وزارت ديپلماتان له نوموړي سره ملتيا کوي. 

ټاکل شوې ده چې عبدالله عبدالله به د ايران ولسمشر حسن روحاني، بهيرنيو چارو وزير جواد ظريف او د ايران پارلمان رئيس باقر قالیباف سره وګوري. 

عبدالله عبدالله له دې وړاندې پاکستان او هندوستان ته په رسمي سفرونه تللی او له لوپړو چارواکو سره يې کتلي وو.