
روهي ( څلور نۍ/ ۲۳ د تلې )، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش ملي پروسې د پلي کېدو په موخه د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې رامنځته کړي دي.
ددې ادارې د نفوسو د احوال ثبتولو مرستیال احمد طارق صدیقي وایي، چې په ولایتونو کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګې له فعالېدو سره خلکو ته په دې برخه کې د پام وړ آسانتیاوې رامنځته شوي او دغه ملي بهیر یې ګړندی کړی دی؛ د نوموړي په وینا، د هر ولایت د برښنايي پېژندپاڼو وېش مرکز په ورځني ډول څه باندې ۳۰۰ پېژند پاڼې خلکو ته وېشي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تر اوسه د هېواد په دننه او بهر کې د برښنايي پېژندپاڼو د وېش نږدې پنځوس (۵۰) څانګې رامنځته کړې چې عملاً هېوادوالو ته د برښنايي پېژندپاڼو خدمتونه وړاندې کړي.