لغمان کې د پوليسو استخباراتو په موټر ماين چاودنه شوې

روهي ( څلور نۍ/ ۲۳  د تلې)، نن نهه نيمې بجې د لغمان مرکز مهترلام ښار عصمت چوک کې د پولیسو استخباراتو په موټر ماین چاودنه شوې.

د مهترلام ولایتي روغتون د لومړنیو معلومات په اساس ویل کیږي، چې د عصمت په چوک کې د امنیه قومندانۍ استخباراتو موټر باندې ماین چاودنې څخه د مهترلام ولایتي روغتون ته ۲ جسدونه او ۶ ټپیان انتقال شوي.

په لغمان کې وروستۍ چادونه داسې مهال کیږي چې په هېواد کې تاوتریخوالي زور اخیستی او یوه اونۍ مخکې د لغمان په والي هم د موټر بم برید حمله ترسره شوه چې والي ترې روغ ووت.