پاکستان یو ځل بیا افغانانو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو اعلان کړی

روهي ( درې نۍ/۲۲ د تلې)، پاکستان یو ځل بیا دې هېواد ته د افغانانو د ورتګ په برخه کې د ویزو د ورکړې په برخه کې د نویو پلانونو او اسانتیاوو د رامنځته کیدو اعلان کړی.

په کابل کې د پاکستان سفارت تازه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په هرات، مزار شریف، ننګرهار او کابل کې یې افغانانو ته د وېزې ورکړه پيل کړې ده چې له مهالوېش سره سم مراجعین ورځي او وېزې به اخلي. 

سفارت په خپره کړې اعلامیه کې زیاته کړې" د مراجعینو شکایتونو ته په پام د وېزو په ویشلو کې اسانتیا راولي او هڅه کوي د خلکو ستونزې حل کړي". 

په کابل کې د پاکستان سفارت داسې مهال افغانانو ته د ویزې د ورکړې په برخه کې د اسانتیاوو خبره کوي چې لا هم په دې برخه کې د افغانانو ګڼ شکایتونه موجود دي او  پرون په کابل کې د سلګونه کسانو لخوا ددې سفارت مخې ته لاریون وشو او چاررواکي یې د کارونو په ځنډيدو او فساد تورن کړل.