روهي ( دوه نۍ/۲۱ د تلې)، د افغانستان د ملي پخلاینې شورا مشر عبدالله عبدالله وايي، افغانان د سولې خبرو ملاتړ کوي او مثبتو پایلو ته هیله من دي خو د تاوتریخوالي زیاتوالی د اندېښنې وړ دی.
عبدالله عبدالله چې نن یې کابل کې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، خلک په هېواد کې روان وضعیت ستړي کړې او تمه لري څو نور جګړه پای ته ورسیږي او د افغانانو ویني ته درناوی وشي.
نوموړي ویلې: "لومړني ګامونه چې اخیستل شوي، ابتدايي خو ډېر تاریخي او مهم دي، د افغانستان ټول خلک پهکې د چټګ پرمختګ او دغهشان د تاوتریخوالي د کمېدو هیله لري. په اوسني وضعیت کې نهیوازې دا چې تاوتریخوالی نهدی کم شوی، بلکې زیات شوی او خلکو تهیې پوښتنې پیدا کړي."
ډاکټر عبدالله د امریکا د جمهور رئیس ډونالد ټرمپ وروستۍ پرېکړې ته په اشارې سره ویلې دا د هر هېواد خپل صلاحیت دی چې په دې هېواد کې د ځواکونو په اړه پریکړه وکړي؛ خو نوموړي ډاډ ورکړی چې نړیوال به د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي.
وروستي