روهي (يوه نۍ/۲۰ د تلې)، د حکومت د سولې عالي شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله په يو درې ورځني سفر د هندوستان پلازمېنې نوي ډيلي ته تللی وو. نوموړي نوي ډيلي کې د افغانستان د سولې بهير په اړه له يو شمېر هندي او بهرنيو رسنيو سره خبرې - اترې کړې.
نوموړي له هندي اې اِن آی رسنۍ سره په خبرو کې ويلي دي چې د سولې بهير څخه موخه دا نه ده چې له ۲۰۰۱ کال وړاندې په څېر به افغانستان کې د طالبانو امارت جوړ شي، بلکې طالبان به د افغان ولس يوه برخه جوړيږي.
عبدالله عبدالله دا هم ويلي دي چې که چېرې له وخت وړاندې بهرني ځواکونه له افغانستان ووځي، نو افغانستان کې به د قدرت تشه يا خلا رامنځ ته شي، خو له وخت وړاندې د بهرنيو ځواکونو وتل د طالبانو په ګټه هم نه دي.
عبدالله عبدالله دا څرګندونې په داسې وخت کې کړې دي چې له تېرو لسو ورځو کې دوحه کې د سولې بين الافغاني خبرې هم ځنډېدلې دي. د سولې پر بین الافغاني خبرو نېږدې يوه مياشت وخت تيريږي، خو ښکېلې غاړې تر اوسه کومې څرګندې هوکړې ته سره نه دي رسېدلي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته