
روهي (يوه/۲۰ د تلې)، کورنيو چارو وزارت په يوې خبرپاڼې کې ویلي دي، چې د کابل ولایت د امنیه قوماندانۍ منسوبینو د کابل ښار په اړوند سیمو کې د څو جلا روهي اوپراتیفي عملیاتو په ترڅ کې شپږ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیولي دي.
یاد کسان د کابل ښار د نهمې، لسمې، یوولسمې او شپاړلسمې ناحیو په اړوند سیمو کې د غیرقانوني وسلو د لېږدونې، د وسایطو د غلا او د موبایل د غلا په تړاو تر پېژندنې وروسته نیول شوي دي.
د یادونې وړ ده چې له دې کسانو څخه یو میل تفنګچه هم د پولیسو لاسته ورغلې ده.