د غازي امان الله خان جام یو ورځنۍ سیالۍ پرون د کندهار په لوبغالي کې پیل شوې

روهي (یوه نۍ/۲۰ د تلې)، د افغانستان د زونونو په کچه د غازي امان الله خان کرکټ یو ورځنۍ سیالۍ پرون د هېواد د پنځو زونونو په ګډون په کندهار لوبغالي کې پېل شوې.

د دغو سیالیو لومړنۍ لوبه د بند امیر او د بست لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې بند امیر وکولی شول خپلې سیالې بست لوبډلې ته ماتې ورکړي،
دغه سیالۍ پرون د اکتوبر په ۱۰مه پیل چې د روانې اکټوبر میاشتې تر ۲۳مې نېټې پورې به دوام ومومي.

غازي امان الله خان سیالۍ د افغانستان په سطحه د یو ورځنیو لوبو تر ټولو د لوړې کچې سیالۍ بلل کیږي چې ملي لوبغاړو په شتون کې د هېواد د پنځو زونونو لوبډلې پکې ګډون لري.

ددې سیالیو پرمهال نن میس عینک د سپین خلاف د کندهار په لوبغالي لوبه ترسره کوي.