مسعود: نه طالبان سوله غواړي او نه هم حکومت؛ طالبان د پاکستان او حکومت د امريکا افراطي ډلې دي

روهي (نۍ/۱۹ د تلې)، د جمعيت ګوند مرستيال احمد ضياء مسعود تېره ورځ بدخشان ولايت ته تللی وو او هلته یې د برهان الدين رباني د مړينې په تلين ناسته کې وينا کړې. 

مسعود ادعا کړې چې نه حکومت او نه هم  د طالبانو ډله سوله غواړي. مسعود ويلي چې حکومت د امريکا او طالبان د پاکستان افراطي ډلې دي.

د جمعيت ګوند مرستيال تور پوري کړی چې طالبان دپاکستان په لارښوونه او اوسنی حکومت د امريکا په لارښوونه وړاندې ځي او دوی په خپلو کړنو کې خپلواکي نه لري. 

نوموړي د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې د برېښنايي پېژندپاڼو سره هم مخالفت ښوودلی دی او په خلکو يې غږ کړی چې برېښنايي پېژندپاڼې وانه خلي.

احمد ضياء مسعود وايي چې برېښنايي پېژندپاڼو کې د يو قوم هويت او ژبر په نور تحميل کيږي چې دوی ته د منلو وړ نه دي.