زلمی خلیلزاد او سکاټ میلر پاکستان ته تللې ترڅو هلته له پاکستاني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د تلې)، د افغانستان لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد نن پنجشنبه د غوڅ ملاتړ ماموریت له قوماندان جنرال سکاټ میلر سره یو د پاکستان له امنیتي چارواکو سره د لیدو لپاره پاکستان ته سفر کړی.

په اسلام اباد کې د متحده ایالاتو سفارت وايي، چې زلمی خلیلزاد او میلر به د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال جاوید قمر باجوه سره د افغانستان سولې د پروسې په ګډون پر مهمو مسلو خبرې وکړې.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تازه یو ځل بیا د سیمې هېوادونو ته په سفر بوخت دی، څو د سیمې له هېوادنو سره د افعان سولې په اړه بحثونه ورسره وکړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201008_214452_330.sdoc-->