ټول هېوادونه باید د افغان سولې لپاره ګډې هلې ځلې وکړي

روهي ( پنځه نۍ/ ۱۷ د تلې )، د ازبکستان او بریتانیې چارواکو پر افغان سوله خبرې کړې او دواړو هېوادونو د افغان سولې په برخه کې په سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ټینګار کړی.
 
په همدې موخه د ازبکستان د ستراتیژیکو مطالعاتو انستیتیوټ غړو د ازبکستان او بریتانیا د بهرنیو چارو وزارتونو د استازو په حضور په یوه ویډیويي غونډه کې پر افغان سوله خبرې کړې دي او د سولې په برخه کې یې په ګډ کار ټینګار کړی.
 
په لندن کې د ازبکستان سفیر سعید رستم‌اف ویلي، د مرکزي اسیا ثبات افغان سولې سره تړلی دی او ټول هېوادونه باید په دې برخه کې پوره هلې ځلې وکړي، ترڅو په سیمه کې د امنیت له ټینګښت سره د هېوادونو ترمنځ د پرمختګ نوی باب پرانیستل شي.
 
په ورته وخت کې په ازبکستان کې د بریتانیا سفیر ویلي، چې ازبکستان او بریتانیا باید د ملي اقتصاد پراختیا، مخدره توکو او ترهګرۍ سره مبارزې برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ پیاوړې او لا پراخې کړي.
 
د ازبکستان او بریتانیا چارواکي داسې مهال د افغان سولې په پروسه کې د همکارۍ ډاډ ورکوي چې په قطر کې د افغانانو ترمنځ خبرې روانې دي او په دې هېواد کې د سولې هڅې ګړندی شوې دي.