کابلوف وايي: په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د سیمې لپاره مهم دی او د ټرمپ څرګندونې انتخاباتي دی

روهي( پنځه نۍ/ ۱۷ د تلې)، د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف وايي، د ټرمپ وروستۍ څرګندونې انتخاباتي بڼه لري او په دې توګه غواړي په ټاکنو کې خپل ملاتړ ترلاسه کړي؛ ټرمپ نن په یو ټوېټ پیغام کې اعلان وکړ چې غواړي تر راتلونکي کرسمس له افغانستان خپل ټول پوځیان را وباسي.
 
نوموړي تازه په یوه مرکه کې ویلې، ټرمپ په ډېر په دې سره غواړي ترڅو د امریکا په راتلونکو ټاکنو کې امریکایانو ته وښیي چې دی یې په خپلو تېرو ژمنو ولاړ دی او عمل پرې کوي.
 
کابلوف په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور د سیمې ثبات لپاره مهم ګڼلی او په وینا یې د امریکایي ځواکونو وتلو موضوع باید د سیمې وضعیت سره تړلي وي.
 
کابلوف دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې ټرمپ ویلي د روان کال تر پایه به خپل ټول سرتېري له افغانستان څخه وباسي.