 
        	    
                    
                                    
                    روهي( پنځه نۍ/۱۷ د تلې)، د ښځو د فوټبال غوره لیګ د څلورم پړاو سیالیو په دویمه لوبه کې، نن کابل او بلخ لوبډلې سره مخامخ شوې؛ چې سیالي له ګول پرته په مساوي ډول پای ته ورسېده.
د سیالۍ د مساوي کیدو سره دواړو لوبډلو یو یو امتیاز ترلاسه کړ
د افغانستان د ښځو فوټبال غوره لیګ سیالیو په دې پړاو کې کابل، هرات، بلخ، بامیان، غور او جوزجان ګډون لري او په دوو ډلو کې به سره لوبې وکړي.
د ویلو ده چې، دغه سیالۍ د ۹ ورځو لپاره جوړې شوي او هره ورځ د فوټبال فډراسیون په لوبغالي کې ترسره کېدونکې دي.
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								