چین له افغانستان سره د یو میلیون ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته وکړه

روهي(پنځه نۍ/۱۷ د تلې)، چین هېواد د افغانستان له عامې روغتیا وزارت سره د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت د طبي توکو مرسته وکړه.
 
د طبي توکو دغه محموله نن د حامد کرزي په هوایي ډګر کې په افغانستان کې د چین د سفیر لخوا د ولسمشر د دویم مرستیال په حضور کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر محمد جواد عثماني ته وسپارل شوه.

محمد جواد عثماني د چین له پر له پسې مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې که څه هم اوس په افغانستان کې د کرونا لومړنۍ څپه کنټرول شوې ده، خو د دویمې هغې د راتلو خطر لا هم موجود دی چې د کنټرولولو لپاره یې پوره چمتوالی نیول شوی دی. 

په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو وایي، چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ته یې د یو میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت طبي وسایل وسپارل او تر څنګ یې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه پوهنې وزارت، سرې میاشتې ټولنې او محلي ارګانونو خپلواکې ادارې ته ځینې صحي بستې ورکړې دي چې د افغانستان ټولو ولایتونو ته به ورسېږي.