د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ سوله اوږدې او پیچلې خبرې اترې

روهي(څلور نۍ /۱۶ د تلې )، د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې له یو نامعلوم برخلیک سره مخ دي چې له امله یې په کور دننه افغانستان کې د خلکو اندیښنې را ولاړې کړیدي پر داسې مهال چې کورنيو جګړو لا زور اخیستی خو د افغانستان ولسمشر ډاکتر محمد اشرف غني قطر ته د سولې مذاکراتو او د ملي پخلایني شورا مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هند ته په څلور ورځني سفر باندې تللی .

تیره ورځ د رویټرز خبري اژانس راپور د خلکو هیلې را ژوندۍ کړې چې افغان حکومت او وسله وال طالبان په دوو مهمو موضوعاتو باندې هوکړې ته رسیدلي دي خو دواړو لوریو یاد خبر بې بنسټه یاد کړ، ولس د رښتیني سولې په ارمان دي خو د سولې لپاره اوسنۍ هڅې د وخت ضایع بولي او خلک پر یاده پروسه باندې بې باوره ښکاري.

 له څو ورځو راهیسې د افغان دولت او د طالبانو پلاوي د تماس ډلې خبرې د ځینو اختلافي مواردو له امله ځنډېدلي دي ، خو دواړه لوري د خبرو مثبتو پایلو ته هیله مند دي.