عبدالله عبدالله نن په هند کې ددې هېواد د امنیت شورا له سلاکار سره ګوري

روهي(څلور نۍ/۱۶ د تلې)، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله پرون په څلور ورځني سفر هند ته ولاړ، ترڅو په ددې هېواد له چارواکو سره د افغان سولې او دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړي؛ چې نوموړی به نن د خپل سفر په دوهمه ورځ د هند د ملي امنیت له سلاکار اجیت دووال سره وګوري.

د ملي مصالحې عالي شورا ویاند فریدون وايي، چې ښاغلی عبدالله به له هندي چارواکو سره د افغان سولې خبرو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په اړه بحث وکړي.

خوځون زیاتوي: "د ملي مصالحې عالي شورا مشر نن د هند د ملي امنیت له سلاکار سره پر افغان سولې او دوه اړخیزو اړیکو خبرې کوي، زموږ تمه داده چې د سیمې ټول هېوادونه له افغان سولې ملاتړ وکړي، هند چې د افغانستان دوست هېواد دی کولای شي، په افغان سوله کې رول ولوبوي، د سیمې هېوادونو ته دا قناعت ورکړل شي، چې سوله ییز افغانستان د ټولو په ګټه دی."

نوموړی وايي، چې د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله به سبا ددې سفر په ترڅ کې د هند له لومړي وزیر نراندرا مودي او د بهرنیو چاروو له وزیر سومبرمنیان شنکر سره هم وګوري.

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله د سیمه ییزې همکارۍ د تر لاسه کولو لپاره د سیمې هېوادونو په سفر بوخت دی چې ویل کیږي، نوموړی به له هند وروسته د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو تاجکستان، ازبکستان، چین او ایران ته ولاړ شي او هلته به ددې هېوادنو له چارواکو سره د سیمه ییزې همکارۍ په پیاوړتیا خبرې اترې وکړي.