ټول خوراکي مواد چې په نړۍ کې الله تعالی پیداکړي؛ هغه زموږ د ګټې له پاره دي، تر څو په خوړلو سره یې موږ انرژی واخلو او روغ صحت ولرو. دا چې د ځینې میوو ترکاریو او خوراکي توکو ګټې زیاتې او د ځینو بیا کمې وي، خو بې ګټې خواړه نشته خامخا به یوه ګته ولري؛ که هغه هر څه وي. دا چې د ګازرو خوړل زموږ روغتیا ته څه ګټه لري او په دي ترکارۍ کې کوم ویټامینونه دي، په لاندې ډول به يې تاسې ته وړاندې کړم.
د ګازرو اوبه یا ګازرې مو د سترګو د لید وړتیا زیاتوي:
ګازرې د ویتامین A پیاوړې سرچینه لري. دا نارنجي رنګه ترکاري؛د بتاکاروتن درلودونکې ده،چې په وجود کې په ویټامین A بدلېږي. چې په پایله کې د سترګو د لید قوت پیاوړی کوي او د سترګو د روغتیا پالنه کوي.
د ګازرو اوبه د سینې له سرطان سره مبارزه کوي:
څېړنو دا ښودلې ده، چې درې اوونې د ګازرو د اوبو کارول په وینه کې د کارتنوئیدونو د کچې د کموالي لامل ګرځي؛ چې په پایله کې د اکسایشی فشار کنترولېږي، چې په دې ډول د ګازرو اوبه د سینې له سرطان سره مبارزه کوي.
د ګازرې اوبه د DNA د زیانمنېدو کچه را کموي:
کازري په پوره ډول د بتاکاروتن سرچینې لري؛ چې دا سرچینې لنفوسیتي DNA زیانمنېدو ته نه پریږدي. خصوصاٌ هغه کسان چې سګرټ څکوي او له مختلفو سرطانونو سره یې د اخته کېدو امکان وي.
د ګازرو اوبه مو له زړه څخه ساتنه کوي:
څېړنو ښودلې ده؛ چې د ګازرو د اوبو په منظم ډول کارول سیستولیک فشار کنترولوي.
د ګازرو اوبه د پوستکي د شفاف کېدو او د ویښتو د ښه والی لامل کېږي:
د ګازرو اوبه په پوره اندازه انتی اکسیدان او پتاشیم لري، چې دا د سلولونو په جوړیدو کې مرسته کوي؛ چې په پایله کې یې پوستکی ښکلی او شفافه کېږي او ویښتانو ته هم ډېره ګته لري.
د ګازرو اوبه په وینه کې قندونه کنترولوي:
کازري د قندونو کالوری کمه ده او د ډېرو غذایی موادو لرونکې دي، چې بدن ته ډېره انرژی تولیدوي، چې په وینه کې قندونه کنترولوي او له شکر ناروغۍ څخه مخنیوی کوي.
تاسو دغه لیکنه شریکولی شئ!
تبصرې
تبصرې نشته