هلمند کې موټر بم برید پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

روهي(څلور نۍ/د راپورنو پر بنسټ، بیګاه ناوخته په هلمند کې د یو رینجر موټر په مرسته د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د ملي پوځ په یوه پوسته موټر بم برید شوی، چې له امله يې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د سرچینې د معلوماتو په اساس، چې ویل کيږي په پېښه د افغان پوځ پنځو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو شمېر نور ژوبل دي.

په هلمند کې د پوځ پر پوسته د وروستي برید پخلی کومې ډلې نه دی کړی، او د هلمند ځايي چارواکو هم تر اوسه په دې تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلې.