روهي(درې نۍ/۱۵ د تلې)، په قرغزستان کې د زرګونو اعتراض کوونکو هغه غوښتنه پرځای شوه، چې په دې هېواد کې یې د وروستیو پارلماني ټاکنو لغوه کیدل غوښتل؛ نن د قرغزستان د ټاکنو کمیسیون په دې هېواد کې د تېرې اونۍ پارلماني ټاکنو پایلې لغوه اعلان کړې.
اعتراض کوونکو په قرغزستان کې د وروستیو ټاکنو په اړه شکایتونه درلودل د اعتراضونو پرمهال یې ځیني حکومتي ودانۍ هم تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې.
بلخوا نن د قرغزستان ولسمشر جینبیکوف هم په یوه جلا اعلامیه کې د پارلماني ټاکنو د رایو له باطلېدو سره رضایت ښودلی او له سیاسي مخالفانو یې د ناکراریو دریدو غوښتنه کړې ده.
د قرغزستان پارلمان ۱۲۰ څوکۍ لري؛ چې په وروستیو ټاکنو د اپوزیسیون لخوا په حکومت تورونه لیږدلې چې د خپلو ملاتړو لپاره یې په ټاکنو کې د درغلۍ لاره هواره کړې ده.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201006_161838_770.sdoc-->
وروستي