حکومت، طالبان او امریکايان په دوحه کې: غني له زلمي خليلزاد او جنرال سکاټ مېلر سره کتلي

روهي (درې نۍ/۱۵ د تلې)، له يوې خوا له تېرې یوې میاشتې د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغان حکومت او طالب استازو د سولې بین الافغاني خبرې روانې دی او له بلې خوا ولسمشر غني او لوړپوړي امريکايي چارواکي دوحې ته تللي دي. 

تېره ورځ افغان ولسمر محمد اشرف غني، د ولسمشر لومړی مرستيال امرالله صالح، بهرنیو چارو نوماند وزیر محمد حنیف اتمر او يو شمېر نور لوړپوړي افغان حکومتي چارواکي دوحې ته لاړ. 

تېره ورځ ولسمشر غني دوحه کې د افغان حکومت له مرکچي پلاوي سره وکتل او همدا ډول یې د افغان سولې لپارع د متحدو ایالتو ځانګړي استازي زلمي خليلزاد او افغانستان کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي. 

زلمی خليلزاد د طالبانو سياسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره هم متلي دي خو طالبان او ولسمشر غني سره نه ګوري. 

زلمي خليلزاد افغانستان کې دتاوتريخوالي په کمښت ټېنګار کړی دی. نوموړي زياته کړې، "خلیلزاد له ملا برادر سره لیدنه کې دواړو لورو د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې هوکړې پر عملي کېدو ټینګار کړی دی او هغه یې مهمه بللې ده."

که څه هم د ولس هيلې سولې ته ډېرې شوې دي خو تر اوسه دوحې ته د ولسمشر محمد اشرف غني او امريکايي چارواکو د هم مهاله سفر په اړه څه نه دي ويل شوي.