د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي نجیب تره کي جنازه نن په ننګرهار کې ترسره شوه

روهي( درې نۍ/ ۱۵ د تلې)، د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پېلونکي لوبغاړي نجیب الله تره کي جنازه د جلال اباد ښار په شیرزي لوبغالي کې ترسره شوه.

تره کی چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د پېل توپ وهونکی لوبغاړی و تېره جمعه کور ته پر لاره و چې د سراچې ډوله موټر ووهه او سخت ټپي شو، چې څلور ورځې د کوما په حالت کې و او نن سهار یې د ننګرهار په یو ځايي روغتون کې د ۲۹ کالونو په عمر ساه ورکړه.

نجیب الله تره کی چې د افغانستان لپاره  يې په شل اوریزه نړیوالو لوبو کې استازیتوب کړی و، په ۲۰۱۴ میلادي کال کې نړیوال کرکټ ته راغی، او د خپل لوبیز ژوند پرمهال یې ۱۲ نړیوالې شل اوریزه لوبې ترسره کړې چې ټولټال یې ۲۵۸ منډې جوړې کړې؛ نوموړي په یوه لوبه کې ۹۰ تر ټولو لوړې منډې کړې وې.

نجیب الله تره کي د نړیوال کرکټ لومړی شل اوریزه لوبه د بنګلدېش خلاف ترسره کړې وه او وروستۍ شل اوریزه لوبه یې هم په ۲۰۱۹ کال د بنګلدېش لوبډلې خلاف ترسره کړې وه.