قطر د افغان سولې پروسې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی

روهي(درې نۍ/۱۵ د تلې)، د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېره شپه د قطر له لومړي وزیر شیخ خالد بن خلیفه سره کتلي او په افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.

د قطر لومړي وزیر له ولسمشر غني سره په دې لیدنه کې ویلې، چې غواړي له افغانستان سره ښې اړیکې ولري او دوی تمه لري چې نور په دې هېواد کې جګړه ختمه شي؛ نوموړي د افغان سولې په برخه کې هم د لا ډېرې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د افغانستان جمهور ریس غني هم له لومړي وزیر سره په لیدنه کې په افغان سوله کې د قطر همکاري مهمه بللې او ټینګار یې کړی چې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې باید لا پراخې او غښتلي شي.

ولسمشر غني چې پرون په یو دوه ورځني سفر قطر ته تللی، چې د سفر هدف یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او افغان سولې په برخه کې د قطر چارواکو سره خبرې اترې بلل شوی دی.