د بشر حقونو خپلواک کمیسیون: هدفي وژنو کې ۹۴۵ کسانو ته مرګ-ژوبله اوښتې ده

روهي(دوه نۍ/۱۴ د تلې)، په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د روان زیږدیز کال په تازه راپور کې وایي چې په دې هېواد کې د هدفي بریدونو له امله ۹۴۵ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده؛ چې له ډلې یې ۵۳۳ کسان وژل شوې دي او ۴۱۲ کسان نور ټپیان دي.

په افغانستان کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون له ښکېلو اړخونو غوښتې چې د ولسي وګړو ژوند ته دې جدي پام وکړي، د کمیسیون په خبره روان تاوتریخوالی د ژورې اندېښنې وړ دی او دا د سولې له روانو خبرو سره په ټکر کې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمیسیون داسې مهال په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېروالې اندېښنه څرګندوي، چې په دې هېواد کې چادونو او وسله والو بریدونو زور اخیستی او اکثره قربانیان یې ولسي خلک دي.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201005_123618_937.sdoc-->