 
        	    
                    
                                    
                    روهي (يوه نۍ/۱۳ د تلې)، د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینس، په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر انډریاس وان برنټ  او د برتانیې سفیرې الیسون ماري بلیک سره وکتل.
 
په دغه کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، دواړو لوریو فساد سره د مبارزې په برخه کې بین المللي متحدینو سره د افغان حکومت د اقداماتو او د هغو د پایلو او د جنیوا کنفرانس لپاره د چمتووالي په اړه بحث او خبرې وکړې.
                  
 
             
             
								    
                  
                  								 
								    
                  
                  								