افغانستان کې په لومړي ځل د ښځینه فوټبال غوره لیګ سیالۍ ترسره کیږي

روهي (یوه نۍ/۱۳ د تلې)، د هلکانو ترڅنګ به په افغانستان کې د ښځینه فوټبالرانو کلنی غوره لیګ سیالۍ د راتلونکي چهارشنبې په ورځ د شپږو لوبډلو ترمنځ پېل شي.

د افغانستان فوټبال فدراسیون وایي یادې سیالۍ به راتلونکي چهارشنبه د تلې په ۱۶مه په کابل کې پېل او تر ۲۴ نېټې به دوام وکړي.

د فوټبال فدراسیون په خبره چې په دې لیګ کې به شپږ لوبډلې ګډون ولري چې د کابل، هرات، جوزجان، بامیان، غور او بلخ ولایتونو څخه دي.

په افغانستان کې د هلکانو ترمنځ فوټبال غوره لیګ سیالۍ څو کاله پخوا پېل شوې دي، چې همدا اوس یې نهم پړاو سیالۍ په کابل کې روانې دي؛ چې سبا دوشنبه د میوند اتلان او سیمرغ البرز لوبډلې د یو او بل په وړاندې لوبیږي.