صالح په پکتيکا کې: زموږ د الوتکو او ټانکونو د کباړولو وخت تېر شوی، تاریخ بیا نه تکرارېږي

روهي (يوه نۍ/۱۳ د تلې)، افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ په يو رسمي سفر پکتيکا ولايت ته لاړ. له نوموړي سره په ياد سفر کې د ده لومړي مرستيال امرالله صالح هم ملتيا کوله. 

د پکتيکا ولس ته په وينا کې د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي دي، د زرمت لویه لارپرانېستل کېږي او د جمهوررئیس په لارښوونه به د ولس د استازو او وکیلانو په سلا  امنیتي میثاق ترتیب او د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونوته به د تګلارې په توګه ورکړل شي.

نوموړي وړاندې زياته کړې ده، "زموږ د الوتکو او ټانکونو د کباړولو وخت تېر شوی، تاریخ بیا نه تکرارېږي، هغه ډېر غمجن تاریخ دی. د ونډو او باج دوران هم پایته رسېدلی دی."

دوحه کې د طالبانو او حکومت د سولې خبرو په اړه صالح ويلي، "دولت د سولې لپاره ټول اړین اقدامات کړي او په دوحه کې د طالبانو ډلې سره په مذاکراتو بوخت پلاوی په ټینګ دریځ د متحد افغانستان استازیتوب کوي."

د ولسمشر لومړي مرستيال د خپلو خبرو په يوې بلې برخې کې ويلي دي، چې په دوو برخو د ګومل ولسوالۍ د وېشلو او په رسمي بندر د انګور اډې بدلولو په اړه د پکتیکاوالو غوښتنې منل شوي او انګور اډه نه یوازې د پکتیکا، بلکې د ټول افغانستان لپاره مهمه ده.  هغه زیاته کړه، په پکتیکا کې د خالي بستونو د ډکولو ترڅنګ به په لومړي معاونیت کې هم د پکتیکاوالو استخدام ته پاملرنه وشي.