امریکا په افغانستان کې خپلې ۴۰۰ نورې پوځي اډې له منځه وړي

روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، د دوحې تړون په اساس امریکا ویلې چې په افغانستان کې د روانې میاشتې تر پایه څلور سوه نورې خپلې پوځي اډې له منځه وړي او ټول ځواکونه به په دې هېواد کې پنځو لویو اډو ته راټول کړي.

دوی وايي، د نورو نړیدلو اډو په څېر به امریکا په افغانستان کې د خپلو پاتو اډو د نړوالو کارونه هم د روانې میاشتې تر پایه بشپړ کړي.

امریکایي چارواکو زیاته کړې چې اوسمهال له یادو اډو د سرتېرو ایستلو چارې پیل شوې او ټول به په پنځو اډو کې راټول شي.

د یادونې ده چې د امریکا دغه پنځه لویې نظامي اډې په بګرام، کندهار، ننګرهار، بلخ او فراه ولایتونو کې دي چې اوسمهال زرګونه امریکايي سرتېري پکې مېشت دي؛ خو امریکایي چارواکو ددې وروستیو پنځو اډو په تړاو لا هم څه نه دي ویلې.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201003_200254_623.sdoc-->