غني: طالبان او نورې

روهي( نۍ/۱۲ د تلې)، نن د ننګرهار ولایت په غني خېلو ولسوالۍ کې د موټر بم چاودنې په غبرګون کې ولسمشر غني دا برید غندلی او دا یې یو لوی جرم بللی دی.

په همدې موخه له ارګ په خپره شوې اعلامیه کې راغلې: "طالبانو او نورو تروریستي ډلو د خپلو جرمونو په لړ کې نن د ننګرهار ولایت د غني خېلو ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه یو ترهګریز برید ترسره کړ چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې زمونږ د ګڼ شمېر بې ګناه خلکو ژوند واخېست".

اعلامیه کې د ولسمشر غني په حواله ویل شوې، چې طالبانو له متحده ایالاتو سره د سولې تړون لاسلیک کړی، خو "له بده مرغه خپلې ژمنې یې نه دي پوره کړي او یوازې پر بهرنیو ځواکونو د برید مخه یې نیولې."

د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې نن د موټر برید ترسره شوی چې تر پنځوسو ډېرو کسانو ته پکې مرګ-ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وايي، پېښه نن له غرمې وروسته هغه مهال وشوه چې یو بریدګر د غني خېلو ولسوالۍ مقام ودانۍ مخې ته له چاودیدونکو توکو ډک موټر وچاوه، او وروسته بیا څو بریدګرو د ولسوالۍ ودانۍ ته د ننوتو هڅه وکړه.

تر دې دمه کومې ډلې د پېښې مسؤلیت نه دی منلی.