ولسمشر غني پکتیکا ته تللی خو سیمه ییز خبریالان وایي غونډې ته د داخلیدو اجازه نه ده ورکړل شوې

روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، ولسمشر غني نن سهار پکتیکا ته تللی، ترڅو هلته ددې ولایت له چارواکو او اوسیدونکو سره د سیمې د پرمختګ او امنیت په برخه کې ځانګړې لیدنې ولري؛ خو د پکتیکا سیمه ییز خبریالان وایي، د ولسمشر ساتونکو اجازه نه ده ورکړې څو هغه غونډې ته داخل شي چې ولسمشر ورته وینا کوي.

د سیمه ییزو خبریالانو په خبره چې وایي، د ولسمشر ساتونکو ورته پرته له رسنیزو وسایلو غونډې ته د داخلیدو ویلې، ترڅو هلته د نورو میلمنو غوندې په غونډه کې ګډون وکړي.

ځایي خبریالانو ددې عمل په وړاندې اعتراض کړی او د ولسمشر د ساتونکو یاد عمل یې د بیان ازادۍ په اصولو تیری بللی دی.