خادمي: د خواف- هرات د رېل لارې چارې به ژر بشپړې شي

روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، ایران وايي چې د خواف - هرات د ریل پټلۍ تمځایونه به له دریو میاشتو څخه په کمه موده کې بشپړ شي.

د ایران د ترانسپورټ او ښار جوړونې وزارت مرستیال خیرالله خادمي ویلې، چې د افغانستان - ایران د سرحد په صفري نقطو کې سرحدي سټیشنونه د حوړیدو په حال کې دي چې ژر به یې کارونه بشپړ شي.

خادمي د ایران فارس نیوز ته ویلې، "د خواف - هرات ریل لاره باندې د دواړه هېوادونو ترمنځ د ګډې پولې په صفري نقطه کې کار روان دی او په دریو میاشتو کې به یې کارونه مکمل شي.

خادمي زیاته کړې، چې ددې رېل لارې چارې د دواړو هېوادنو لخوا ترسره کیږي چې یوه برخه به یې ایران به افغانستان جوړوي؛ نوموړي ویلې: "د خواف - هرات رېل لاره یوه له تر ټولو لویه پروژه ده چې موږ یې د عملي کولو لپاره کار کوو."

د افغانستان او ایران ترمنځ یاده رېل لاره چې ۳۵ کیلومټره اوږدالي تمه ده، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به د سوداګرۍ په چارو کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

یاده لاره چې په ۲۰۰۷ میلادي کال پرې کار پېل شوی، د ایراني چارواکو په وینا، دا رېل لاره به نه یوازې چې د سوداګرۍ په برخه کې لګښتونه کم کړي ورسره به د توکو د لیږد چټکتیا هم زیاته شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201003_072020_436.sdoc-->