زلمي خلیلزاد په دوحه کې د مرکچي پلاوو سره کتلې دي

روهي (نۍ/۱۲ د تلې)، له هغه وروسته چې په قطر کې د افعان سولې په سر خبرې له ځنډ سره مخ شوې، د افعانستان لپاره د امریکا ځانګړې استازي زلمي خلیلزاد دوحې ته سفر کړی، خلیلزاد پرون د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر وروسته د حکومت له مذاکراتي ټیم سره کتلې دي.

له لیدنو وروسته د پلاوي ځیني غړي وایي، چې د خلیلزاد ټول فشار پر دې دی چې روان مذاکرات باید حتمي یوه بیړنۍ او د پام وړ لاسته راوړنه ولري.

په قطر کې د دواړو خواو ترمنځ د خبرو د ځنډ وروسته زلمی خلیلزاد دوحې ته تللی او په پلان کې ده، چې د سیمې ځینو هېوادونو ته هم د امریکا او طالبانو د تړون او افغان سولې هڅو لپاره سفر وکړي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201003_055557_232.sdoc-->