خليلزاد دوحې ته تللی؛ طالبانو وايي چې د بين الافغاني خبرو لپاره منځګړي ته اړتيا نشته 

روهي (جمعه/۱۱ د تلې)، له تېرو شلو ورځو د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې روانې دي خو تر اوسه پر لومړينو مسايلو سره هوکړې ته نه دي رسېدلي. 

د طالبانو وياند محمد نعيم رسنيو ته ويلي دي چې د افغانانو ترمنځ د سولې بین الافغاني خبرو لپاره اړتيا نشته چې درېيم هېواد يا کس د منځکړي په توګه رول تر سره کړي. 

نوموړی ټېنګار کړي چې د افغانستان د ۴۰ کلن بحران د پای ته رسېدو لپاره بايد افغانانو په خپلو کې سره خبرې وکړي او دې برخه کې اړتيا ده چې ښکېلې خواوې له زغم او حوصلې سره کار واخلي. 

د طالبانو وياند دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي چې د افغان روغې جوړې لپاره د متحدو ايالتو بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد دوحې ته تللی او هلته يې له طالب مشرانو سره لېدنې کتنې کړې دي.