روهي( جمعه/۱۱ د تلې)، د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړیواله ورځ په داسې وخت کې مخې ته راغلې چې د نړۍ په یو شمیر هیوادونو کې جګړه روانه ده.
چې له ډلې یو افغانستان هم دی چې لا هم پکې جګړه روانه ده، چې هره ورځ پکې د جګړو له امله ګڼه مرګ-ژوبله پېښیږي.
د اکتوبر ۲مه په نړۍ کې د تاوتریخوالی د منځه وړو نړیواله ورځ نومول شوې، په دې موخه چې د تاوتریخوالي د ودریدو غوښتنه پکې وشي.
د اکتوبر ۲مه د تاوتریخوالي له منځه وړلو نړیوالې ورځې سره سمون لري؛ چې په ۱۸۶۹ کال کې د هند د خپلواکۍ غورځنګ مشر مهاتما ګاندي د زوکړې وروسته نومول شوې ده.
ملګرو ملتونو د ۲۰۰۷ میلادي کال د جون په ۱۵ دا ورځ د تاوتریخوالي د له منځه وړولو نړیوالې ورځې په توګه اعلان کړه
ګاندي بغیر د تاوتریخوالي له اوږدې مبارزې وروسته بریالی شو چې په ۱۹۴۷ کال کې له بریتانیا خپلواکي ترلاسه کړي؛ چې په نړۍ کې ددې ورځې نومول هم د عدم تشدد، د سولې او تفاهم کلتور ته وده ورکول او د تاوتریخوالي مخنیوی و.
<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_201002_090004_503.sdoc-->
وروستي