د يونان خلکو له جرمني څخه د جګړې تاوان وغوښت

د يونان خلکو د دغه هېواد په پلازمېنه اتن کې د جرمني سفارت مخې ته راټول شوي وو او په دوهمه نړيواله جګړه کې يې د وژلو خلکو کورنۍ لپاره د تاوان ورکولو غوښتنه وکړه.
په دوهمه نړيواله جګړه کې د نازي جرمني ځواکونو په واسطه 218 تنه د (( ديستومو))  ښار په عام وژنه کې وژل شوي وو.
په ايټاليا کې يو ځل محکمې په 19997 زکال کې دا پرېکړه کړې وه ، چې جرمني به د قربانيانو کورنيو ته ميليونه 25 يورو ورکوي خو ورنکړل شوې.
دا به ډېر په زړه پورې وي، که چېرې افغانان هم د دې جوګه شي ، چې له پنځوس زياتو هېواونو څخه د جګړې غرامت وغواړي.