امريکايي ډورن الوتکې په شمالي وزيرستان کې 7 تنه وژلي

 
 
\"\"
نن د جمعې په مبارکه ورځ د شمالي وزيرستان پر دته خيلو سيمه باندې ، د امريکايي بې پيلوټه الوتکې بريد تر سره شوی. په دغه بريد کې پر يوه ګاډي باندې څلور توغندي ويشتل شوي ، چې په پايله کې يې ياده شوې شمېره کسان وژلي دي. تر اوسه د وژلو شوو هويت نه دی څرګند، چې ملکي خلک دي او که د امريکايانو په اصطلاح ترهګر دي.
د يادلو وړ ده ، چې د نوي زېږديز کال د پيل سره سم په لومړۍ ورځ پر شمالي وزيرستان څلور ځله بريد تر سره شوی، چې شل کسان په کې وژل شوي دي.