اذربایجان او ارمنستان د نګورنو - قره باغ سیمه کې د جګړې په سر خبرې ردوي

روهي (څلور نۍ/۹ د تلې)، د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ د نښتو له زیاتیدو سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا اندیښنه څرګنده کړې، د ملګرو ملتونو عمومي منشي آنتونیو ګوټریش له دواړو لورو د جګړې د دریدو غوښتنه کړې ده.

نګورنو - قره باغ په اذربایجان کې یوه نه منل شوې سیمه ده، چې د ارمنیايي قومونو لخوا اداره کیږي او د ارمنیا ملاتړ کوي.

په سیمه کې تازه جګړو له هغه وروسته زور واخیست، چې په سیمه کې ارمنستان او اذربایجان د یو او بل په خاوره د ډزو کولو تورونه ولګول او دواړو خواو په سیمه کې د جګړې دردیدو په سر خبرې رد کړې دي.

د سه شنبه په ورځ دواړو هیوادونو د ګډې پولې په اوږدو کې د نګورنو - کاراباخ سیمې لویدیځ ته د ډزو له امله د ډزو خبر ورکړ چې د یکشنبې په ورځ د اذري او قومي ارمنستانو ترمنځ سختې جګړې پیل شوې.

د دواړو هېوادونو ترمنځ د نړۍ د ځینو نورو هېوادنو سربیره متحده ایالتونو، روسیې او ایران د جګړې دریدو غوښتنه کړې ده.

اذري ولسمشر الهام علییف، د روسیې دولتي تلویزیون سره په خبرو کې د خبرو هر ډول امکان په کلکه رد کړی او همهاله د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان همدې تلویزیون سره خبرو کې ویلې، چې د جګړې د دوام په صورت کې خبرې اترې نشي کیدلی.

نګورنو - قره باغ په اذربایجان کې یوه وتلې سیمه ده چې د قومي ارمنستانو لخوا کنټرولیږي او د ارمنستان یې لخوا ملاتړ کیږي چې په ۱۹۹۰ کال کې د جګړو پرمهال له ادربایجان بېله شوه خو د نړۍ هېڅ هیواد لخوا د خپلواک جمهوریت په توګه نه پیژندل کیږي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200930_120953_864.sdoc-->