د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د سختو اورښتونو خبرداری ورکړی

روهي ( څلور نۍ/۹ د تلې)، د افغانستان د هوا پیژندنې ادارې خبرداری ورکړی چې د کابل او پروان په ګډون د هېواد په نهو ولایتونو کې د احتمالي سیلابونو راوتو امکان دی.


ددې ادارې په وینا، چې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې به په کابل، کونړ، نورستان، لغمان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، ننګرهار او بدخشان ولایتونو کې د سختو بارانونو له امله د سیلابونو د راوتو وېره موجوده ده.


د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو په اساس چې د اټکل له مخې د وروستیو بارانونو کچه له ۱۰ تر ۲۰ ملي مترو پورې احتمال شوې ده.


دا خبرداری داسې مهال ورکول کیږي، چې په تېره اګسټ میاشت کې سختو سیلابونو د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې نږدې ۲۰۰ کسان ووژل او په زرهاوو نور یې بې کوره کړل.
چې تر ټولو ډېر زیان یې په پروان ولایت کې اړولی و.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200930_060749_118.sdoc-->