عمران خان: د جګړې دوام به د افغانانو لپاره بده سناریو وي

روهي (درې نۍ/۸ د تلې)، د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د پاکستان په سفر بوخت دی چې نن د سفر په دوهمه ورځ یې ددې هېواد لومړي وزیر عمران خان سره کتلې دي.


د مصالحې شورا رسنیز دفتر وایي، لومړي وزیر سره د مصالحې شورا مشر په لیدنه کې دواړو مشرانو د سولې پروسې، په هېواد کې د تل پاتې ثبات او دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ اړیکو په پراختیا خبرې شوې دي.


په بیان کې راغلې:"د پاکستان لومړي وزیر د افغانستان سولې له پروسې څخه د خپل هېواد بشپړ ملاتړ څرګند کړ او ویې ویل چې پاکستان به په افغانستان کې د سولې او ثبات په تامینولو سره تر ټولو زیاته ګټه وکړي؛ د نوموړي په خبره مونږ تعقیبوو چې د سولې روانو هڅو د افغانانو هیلې را ژوندی کړې او که بیا هم جګړه دوام کوي دا به د افغانانو لپاره ډېره بده سناریو وي.


د عمران خان سره په لیدنه کې عبدالله عبدالله ویلې، چې د تاوتریخوالي زیاتیدل به د سولې روان بهیر ته تاوان ورسوي؛ خو د افغانستان اسلامي جمهوریت د سولې په پروسه کې د بریا هیله لري، او زمونږ تمه ده چې جګړه پای ته ورسیږي او ټول اړخونه یو ښه نیت څرګند کړي.


عبدالله سره په لیدنه کې د پاکستان لومړي وزیر یو ځل بیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا ټینګار کړی او ویلې یې دي چې ډېر ژر به افغانستان ته سفر وکړي.