باراک اوباما د خپل دفتر نوی رييس وټاکه

باراک اوباما د بېل کلېنټن په حکومت کې د سوداګرۍ پخوانی وزير (جان دلي) دخپل دفتر د نوي رييس په توګه وټاکه. دلي د (رام اسراييل امانوئل) پر ځای چې د شيکاګو په ټاکنو کې يې د ګډون لپاره له خپلې دندې استعفا کړې وه ، وټاکل شو. امريکايي رسنۍ وايي، چې اوباما غواړي د امريکې د ولس او سوداګرو د ملاتړ لپاره يو لړ نورو بدلونونه هم په خپل حکومت کې راولي.