عبدالله: که اوسنی تاریخي چانس په احساساتي ډول ونه کارول شي، نو کړکېچ به نور هم شدید شي

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، اسلام آباد ته د خپل سفر پرمهال، د ملي پخلاینې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله خبرداری ورکړی که چیرې د افغانانو ترمنځ د سولې ترلاسه شوی فرصت له لاسه وځي نو په افغانستان کې به روان بحران لاپسې پراخ شي.


عبدالله وایي د سولې روانو خبرو کې ځنډ او د تاوتریخوالي وروستۍ لوړه کچه به د سولې په برخه کې روانو هڅو ته لوی تاوان پېښ کړي.


نن د ډاکټر عبدالله له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلې، چې "د ملي پخلاینې عالي شورا مشر د پاکستان بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي سره په لیدنه کې ټینګار یې کړی چې افغانان نور د جګړې پای ته رسیدل غواړي؛ ۲۰۰۱ کال بدل شوی او موږ ژمن یو چې د ملي لاسته راوړنو ملاتړ وکړو."


عبدالله پاکستاني چارواکو ته ویلې، چې ترهګري د سیمې د ټولو هیوادونو لپاره ګډ ګواښ دی او نوموړي له پاکستاني چارواکو مننه کړې او له هغوی یې غوښتې چې طالبان د سولې خبرو ته وهڅوي.


بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم پاکستان ته د ډاکټر عبدالله سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی باب بللی او په وینا یې چې دا به دواړه هېوادونه د اړیکو نوي څپرکې ته داخل کړي.


قریشي زیاته کړې، د افغانستان ستونزې لپاره هیڅ نظامي حل نشته، یواځې خبرې د جګړې د پای سبب کیدلی شي؛ نوموړي د دوحې خبرې تاریخي بللې او ټینګار یې کړی چې دغه ترلاسه شوی فرصت باید په ښه توګه وکارول شي.