طالبان وايي چې تاوتريخوالی مو د پام وړ راکم کړی دی 

روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، طالبان وايي چې فېبروري مياشت کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د سولې تړون وروسته يې په تاوتريخوالی کې د پام وړ کموالی کړی دی. دغه څرګندونې د طالبانو مرکچي پلاوي يو غړي ملا عبدالسلام حنفي رسنيو ته کړې دي. 

دوحې ته د افغان پلاوي له تګ وړاندې د حکومت ټېنګار پر دې وو چې د سولې خبرو لومړنۍ او اساسي موضوع به يې د تاوتريخوالی کمول او اروبند کول وي، خو طالبان بيا وايي چې دوی هغه وخت اوربند کوي چې د حکومت له پلاوي سره يوې هوکړې ته ورسيږي. 

دوحه کې له تېرو ۱۶ ورځو د افغان حکومت او طالب پلاوو ترمنځ د سولې خبرې روانې دي، خو امريکا سره د طالبانو د سولې تړون، حنفي او جعفري فقې په اړه  اختلافونه رامنځ ته شوي دي.   

طالبان د تاوتريخوالی د ډېروالي پړه پر افغان حکومت او بيا افغان حکومت دغه پړه پر طالبانو اچوي؛ يو او بل په بريدونو تورنوي.