امريکا به د افغانستان فاسد چارواکي تعقيب نه کړي

په افغانستان کې له اداري فساد سره د مبارزې د نوې ستراتيژۍ له مخې امريکايانو پرېکړه کړې چې د حامد کرزي د حکومت لوړ پوړي چارواکي به د فساد په تور نه تعقيبوي، بلکې د هغو پر ځای په سيمه ييزه کچه له فساد سره مبارزې ته زور ورکوي. دغه ستراتيژي ځکه غوره شوې ، چې د لوړ پوړو چارواکو تعقيب په برخه کې د ولسشمر کرزي له خوا مرسته نه کيږي او د هغې پر وړاندې مقاومت کيږي، نو د هغو تعقيب به يو اړخيزه وي او يوازې په امريکا کې به د هغو شتمنۍ او بانکي حسابونه کنګل کيږي. امريکايي رسنۍ وايي چې اداري فسا په افغانستان کې د اوباما پوځي مېشن له ګواښ سره مخ کړی او له طالبانو څخه يې د ولس ملاتړ زيات کړی.