عبدالله عبدالله پاکستان ته سفر به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو نوی څپرکی پرانيزي

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، عبدالله د پاکستاني چارواکو سره د لیدنو پرمهال ویلې: "زه هیله لرم چې دا سفر او لیدنې به په ټولو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو لپاره نوی څپرکی پرانيزي، په ځانګړي توګه په افغانستان کې د تلپاتې سولې په برخه کې."

پاکستان ته د ډاکټر عبدالله درې ورځني سفر په جریان کې به نوموړی د پاکستاني چارواکو سره، د دوه اړخیزو همکاریو او تلپاتې سولې په اړه خبرې کوي.

د ملي پخلاینې عالي شورا په یوه بیان کې ویلي چې پاکستان ته د خپل سفر پرمهال، ډاکټر عبدالله د پاکستان ولسمشر عارف علوي، لومړي وزیر عمران خان، د پارلمان رییس اسد قیصر، د مشرانو جرګې رییس محمد صادق سنجراني، د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي او جنرال قمر جاوید باجوه سره ولیدل او د پوځ له مرکزي دفتر او نور چارواکو سره به هم وویني.

دا په تېره یوه لسیزه کې پاکستان ته د ډاکټر عبدالله لومړی سفر دی.

د ملي پخلاینې عالي شورا رییس اسلام آباد ته له سفر مخکې وویل:" اسلام آباد ته د خپل سفر په جریان کې، موږ د پاکستان د اسلامي جمهوریت له مشرانو او لوړ پوړو چارواکو سره د سولې د هڅو په اړه خبرې کوو؛ موږ هیله لرو چې اسلام اباد ته په سفر سره به په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هیوادونو تر منځ د ګډې همکارۍ نوي څپرکي په ځانګړي ډول د تلپاتې او باعزته سولې رامینځته کیدل بیرته راشي."