پوتین او د ارمنستان لومړي وزیر د ناګورنو - قراباغ لانجمنه سیمه د جګړې په اړه خبرې کړې دي

روهي(دوه نۍ/۷ د تلې)، کرملین پرون یکشنبه په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلې، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د ارمنیا لومړي وزیر نیکول پاشینیان پرون د ناګورنو - قراباغ سیمه کې د ارمنستان او اذربایجان ځواکونو ترمنځ د تازه د نښتو په اړه تلیفوني خبرې کړې دي.


په اعلامیه کې راغلې، چې پوتین اندیښنه لري چې په سیمه کې به پوځي عملیات دوام وکړي او له دواړو لورو یې د جګړې پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.


دا له ۲۰۱۶ کال راهیسې د دواړو هیوادونو ترمنځ خونړۍ نښتې بلل شوې؛ چې د وروستیو معلوماتو په اساس پکې لږ تر لږه ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي دي.


ارمنستان، چې د اذربایجان د خاورې په غصب تورن دی، د وروستیو نښتو وروسته یې د جګړیز حالت اعلان کړی او د هیواد په ټولو نارینه وو یې غږ کړی چې جګړې ته چمتو اوسي؛ خو اذربایجان، چې نړیواله ټولنه یې ناګورنو- قراباغ سیمه د ملکیت یوه برخه ګڼي وایي د ۳۰ کالونو وروسته غواړي یاده سیمه بیرته ونیسي.


اخوا د نړۍ یو شمیر هیوادونو د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په تازه جګړو اندېښنه څرګنده کړې، او ویل کیږي چې ایران او روسیې د منځګړیتوب وړاندیز وکړ.


د ارمنیا او اذربایجان ترمنځ کړکیچ اوږد تاریخ لري او د بیلابیلو هیوادونو لخوا ملاتړ کیږي؛ د راپورونو له مخې ایران، چې ارمنیا او اذربایجان سره پوله لري ، د اوربند غوښتنه کړې او د منځګړیتوب وړاندیز یې کړی دی.
د نړۍ کاتولیک مشر، هم په دواړو هیوادونو غږ کړی چې جګړه پای ته ورسوي.


له کالونو راهیسې د اذربایجان او ارمنستان ددې سیمې په سر په خونړیو جګړو کې ښکېل دي چې د دواړو خواو ترمنځ پکې زرګونه خلک وژل شوې دي، چې د ۱۹۹۴ کال له اوربند وروسته هم وخت ناوخت د دواړو لورو ترمنځ جګړې پیښیږي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200928_121415_225.sdoc-->