
روهي (دوه نۍ/۷ د تلې)، د حکومت د مصالحې عالي شورا ډاکټر عبدالله عبدالله نن سهار د پاکستان د لومړي وزير عمران په بلنه په يو رسمي سفر پاکستان ته روان شو.
ډاکټر عبدالله عبدالله پر خپلې فېسبوک پاڼې لېکلي دي، چې د دغه سفر پر مهال به د افغانستان د سولې بهير په اړه له لوړپوړو پاکستاني چارواکو سره وګوري.
دوه ورځې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د پاکستان لومړي وزير عمران خان سره تيلفوني خبرې وکړې او نوموړي ته يې بلنه ورکړه چې افغاتنستان ته راشي.