
روهي (يوه نۍ/۶ د تلې)، د پاکستان لومړي وزير عمران خان واشنګټن پوسټ کې يوه تازه مقاله نشر کړې ده چې د افغانستان د جګړې او سولې په اړه په کې يې څرګندونې کړې دي.
لومړي وزير ويلي دي چې په ژر له افغانستانه د بهرينو ځواکونو وتل يو غير عقلي پرېکړه ده او پايلې به يې ښې نه وي. عمران خان ويلي دي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتل کې بايد له دقت کار واخېستل شي.
عمران خان د خپلې مقالې په يوې برخې کې ويلي دي چې افغان حکومت طالبان د يو واقعيت په ډول پېژني او مونږ هيله لرو چې طالبان هم د افغانستان تېرې لاس ته روړانې وپېژني.
د پاکستان لومړي وزير دا هم ويلي دي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې به ستونزې ولري او هيله دا ده چې دواړه خواوې زغم او صبر ولري.