د طالبانو مرکچي پلاوی: ښځې دې اندېښنه  نه کوي، ټول حقونه يې د اسلامي نظام په چوکاټ کې خوندي کيږي

روهي(یوه نۍ/۶ د تلې)، په افغانستان کې د طالبانو واکمنۍ پرمهال ښځې د زده کړو او کار کولو له حق بې برخې وې؛ په قطر کې د افغانانو ترمنځ د سولې روانو خبرو سره همهاله په دې هېواد کې ځیني فعالان د افغان ښځو راتلونکي ته اندېښمن دي.


په قطر کې د طالبانو مرکچي پلاوي غړی عبدالسلام حنفي تازه په یوه مرکه کې ویلې دي، چې د طالبانو حکومت پرمهال هم په بېلا بېلو برخو کې افغان ښځو دندې تر سره کولې او په راتلونکي کې هم وېره نشته چې افغان ښځې له خپلو حقوقو بې برخې شي.


هغه ویلې: "د افغانستان په اسلامي نظام کې د ټولنې د ټولو اقشارو حقونه خوندي دي، مونږ د افغانستان ټولو ښځو ته ډاډ ورکوو چې انشاالله د دوی ټول حقونه به په اسلامي نظام کې محفوظ وي."


په افغانستان کې د وروستیو ۱۹ کالونو په تېریدو افغان مېرمنو په زده کړیز بهیر او کاري چاپیریال کې د پام وړ پرمختګ کړی او اوس اندېښنه لري چې له طالبانو سره د افغان حکومت په جوړ جاړي کې یې حقونه ترې وانخیستل شي.<!--/data/user/0/com.samsung.android.app.notes/files/share/clipdata_200927_145133_437.sdoc-->